د خېبر پښتونخوا ډي ايي خان ضلعې ګومل پوهنتون نوکران (ملازمین) د تیرو څو ورځو راهېسې د پوهنتون انتظاميې پرضد مظاهرې کوي. د يونیورسټۍ دغه نوکران د پوهنتون انتظاميې پرضد یو شمیر تورونه لګوي. د پوهنتون پخوانی (مشر) واېس چانسلر بختیارخټک وي او ای ډیوه ته ویلي د تیرو دوو اونیو راهېسې په احتجاج دي خو حکومتي چارواکو تردې دمه د دوي غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی وېلی.