پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي غواړي داسې يو حکومت جوړ کړي چې تر واکمنۍ لاندې يې بېوزلي خلک ښه ژوند ولري. د پاکستان پرونيو ټاکنو کې له لومړيو پايلو وروسته روښانه شوې، چې د عمران خان ګوند د خپل هېواد قومي اسمبلۍ او د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې دي. ده وويل افغانستان کې سوله، کابل سره نژدې اړیکي او پرانېستې پوله غواړي. ده زیاته کړه حکومت به یې کلکې ادارې جوړوي، د فساد مخنيوی به کوي، او د سياسي غچ تګلاره به نه غوره کوي. پر همدې مهال پخواني واکمن ګوند مسلم ليګ نون بيا د ټولټاکنو لومړۍ پايلې رد کړې، او ويلي یې دي د ووټونو او رايو بهير کې د عمران خان ګوند په ګټه درغلۍ شوې دي. زموږ د همکار خدای نور ناصر رپوټ